تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

هم ګواښ او هم فرصت

کابل/ د غویي ۱۲مه/ باختر
له افغانستانه د امریکایي او ناټو پوځیانو د ایستلو بهیر پرون پيل شو او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر۱۱ مې بشپړ شي. اوس د دغو پوځیانو د وتلو او نه وتلو په اړه کوم شک نه دی پاتې. دوی وځي او د ټولو هغو چارو چې دوی تر اوسه سرته رسولې، مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول کېږي او دا د افغانانو په تاریخ کې د نوي پړاو پيلامه ده. دا نوی پړاو هم یو ګواښ دی او هم یو فرصت. دا اوس په موږ افغانانو پورې اړه لري چې دا په ګواښ اړوو او که په فرصت.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
دا ګواښ ځکه دی چې که موږ یو ډول بې مسوولیتي او بې غوري وکړو او داسې وګڼو چې له بهرنیو ځواکونو پرته د ځان دفاع کولای نه شوو، د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته دلته امنیت او ثبات ټینګولی نه شوو؛ نو څرګنده خبره ده چې په دغه راز حالت کې دا یو ګواښ دی او خورا جدي ګواښ دی. په پښتو کې وایي چې د هغه نفر سپینې تښتېدلي دي؛ که په دغه ډېر حساس پړاو کې زموږ سپینې وتښتېدې؛ نو بیا دا ګواښ ډېر جدي کېدای شي. همدا اوس یو ډول رواني جګړه پیل شوېده او یو ښمېر مغرضې کړۍ د نظام د سقوط خبرې کوي. دا هم د دغه ګواښ په لا جدي کېدا کې مرسته کوي.
خو بلخوا دا یو فرصت دی. فرصت ځکه دی چې افغانان خپلو چارو ته اوږه ورکوي، خپل مسوولیت پر نورو نه اچوي. که شل کاله وړاندې نړیوال ځواکونه دلته راغلل، ښایي دا به یوه اړتیا وه.هغه مهال موږ نظام نه لاره، دولتي بنسټونه مو نه لرل. اوس خو د خلکو له ارادې راټوکېدلی نظام لرو، دولتی جوړښتونه لرو. وسله وال پوځ لرو، داسې ځانګړي ځواکونه لرو چې د ګڼو کارپوهانو په اند د ناټو او امریکا له معیارسره برابر دي او په سیمه کې یې ساری نه تر سترګو کېږي. همدارنګه فعاله مدني ټولنه لرو، رسنۍ لرو او نور ګڼ ارزښتونه چې د جمهوریت په رڼا کې ترلاسه شوي دي. په دغه راز حالت کې د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه فرصت دی چې موږ هم خپلو ټولوچارو ته اوږه ورکړو او هم دا جوړښتونه غښتلي کړو، نظام لا پياوړی کړو. بدمرغه ملتونه هغه دي چې خپله څه نه کوي او نورو ته یې لاسونه اوږده کړي وي. دغه راز ملتونه پرمختګ کولای نه شي، سوکاله او نېکمرغه ژوند ته رسېدای نه شي. دوی تل د نورو پر اوږو سپاره وي، خپلواکي نه لري، ملي هویت نه لري، خپله ملی اراده نه لري.
افغانان ژوندی ملت دی، وېښ او هوښيار ملت دی او پر خپلو ستونزو او ملي مسایلو تر بل هرچا ښه پوهېږي. دا له دې اړخه هم یو فرصت دی چې تر ننه که د بهرنیانو شتون د جګړې د دوام لپاره یوه پلمه وه؛ نوره دا پلمه نشته. آیا افغانان به خبرو ته سره کېني او که جګړه به کوي؟ که جګړه کوي؛ نو دا جګړه د څه لپاره؟ د یو بل د وژولو لپاره؟ د خپل هېواد د ورانولو لپاره؟ سلیم عقل او منطق حکم کوي چې موږ باید خبرو ته سره کېنو او دا ټول مسایل د خبرو له لارې حل کړو. دا یو فرصت دی چې موږ باید خبرو ته زور ورکړو، نه جګړې ته.
دا اوس زموږ په درایت پورې اړه چي څنګه دا ګواښ په فرصت واړوو او د خپلو ټولو مسایلو د حل لپاره ترې پوره ګټه واخلو.
پاى \ن\ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته