نړۍ

هندوستان خپله لومړۍ جنګي الوتکه په خدمت کې شامله کړه

نوې ډيلي – ايرنا – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
د هند د دفاع وزير منو هار پاريکا پرون په دغه هيوادکې لومړۍ جوړه شوې جنګي الوتکه د هند هوايي ځواکونو ته وسپارله.
د هند د جنګي الوتکې جوړول دوه ديرش کاله مخکې طرحه شوې وه، خو بشپړول يې د مالي او تخنيکي دليلونو له امله ځنډول شوى و.
دغه الوتکه چې د تجاس په نامه بلل شوې ده؛ د بنګلور په هوايي اډه کې د هند هوايي ځواکونو ته وسپارل شوه.
د دغې الوتکې د توليد د طرحې په عملي کولو ١٧٠ مليارده هندي روپۍ لګيدلي دي او د هندوستان د (اترو ناتيکس) شرکت له خوا جوړه شوې ده .
د همدې خبرله مخې: هندوستان به تر ٢٠١٨ ميلادي کال پورې شل دغه شان الوتکې توليدکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته