خبرونهنړۍ

هند د کروناويروس ۳۶ زرو ٦٥٢ نوې پېښې ثبت کړې

۳۰- نوي ډيلي / پي ټي آی / د ليندۍ ١٥مه / باختر
هند په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کروناويروس ۳۶ زرو ٦٥٢ نوې پېښې ثبت کړې چې په دې سره په دغه هېواد کې په کروناويروس د اخته کسانو شمېر ۹ میليونو ٦٠٨ زرو ٤١٨ ته رسېدلى دى.
باختر آژانس د هند د رسمي خبري آژانس له خولې خبر راکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې د ۵١٢ تنو په مړينې سره تر نن سهاره پورې د کروناويروس د تلفاتو شمېر ١٣٩ زرو ٧٠٠ ته رسېدلى دى.
تر نن غرمې پورې په نړۍ کې په کروناويروس ٦٦میليونو ٧٧٤ زرو ١٦٧تنه په کروناويروس اخته شوي دي او يو میليونو ۵٢۵ زرو ۵٩٤ تنه مړه شوي دي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته