خبرونهنړۍ

هنګري: سږکال پر پولو د سلوزروغيرقانوني کډوالومخه نيول شوې ده

 نړيوالې خبري سرچېنې / د ليندۍ٥مه / باختر:

دهنګري صدراعظم  ويکتوريا اوربان وايي سږ کال د دې هېواد په پولو کې د څه

دپاسه سلوزروغير قانوني کډوالو چې د بالکان هېوادونو څخه ورغلي مخه يې نيول شوې ده.

ويل کيږي چې زياتره افغانان هم له همدې لارې هنګري او بيا د لويديځې اروپا هېوادونو ته پناه وړي.                                 اوربان په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: اروپايي اتحاديه د اوس په شان هيڅکله  تر دومره فشار لاندې نه وه، تل له هرې ممکني لارې اروپا ته مهاجرتونه وو خوهيڅکله په يو وخت له درېيو خواوو نه دي شوي .

دهنګري صدراعظم  همدا راز وويل د ورځې له ٣٠ زره تر ٣٥ زره افغانان له افغانستان څخه مهاجرت کوي نو پکار ده چې اروپايي اتحاديه دې ته تياره و اوسي چې دبالکان پرتګلوري فشار زياتيږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته