سیاستخبرونهامنیتنړۍ

هنګري: که طالبان افغانستان کې واکمن شي ډير افغانان به خپل کورونه پريږدي 

نړيوالې خبري سرچېنې  / د زمري ٦ مه / باختر

دهنګري دبهرنيو چارو وزير پيترسيارتو وايي که طالبان په افغانستان  کې واکمن شي ډير افغانان به خپل کورونه پريږدي.

ښاغلي سيارنو  پرون دا خبره په يوه خبري غونډه کې په استانبول کې وکړه.

ده وويل د ناټو پريکړه چې له افغانستانه وځي د کډوالۍ د نوي څپې سبب کيداى شي که طالبان پرافغانستان واکمن شي نو ډير افغانان به خپل کورونه پريږدي . زموږ  د استخباراتي افسرانود راپورونو له مخې په زرګونو افغانان هره ورځ خپل  کورونه پريږدي کله چې موږ نقشي ته ګورو نو داسي انتظار کوو چې  دمهاجرينو تازه څپه په ډير ژر ترکيې ته ورسيږي.

سيارنو زياته کړه چې دا کډوال به  له ترکيې د هنګري په ګډون نورو هېوادونو  ته ځانونه ورسوي.

وروسته تر دې چې د مي په مياشت کې په افغانستان کې د پاتې امريکايي اوناټو ځواکونو وتل پيل شول په دې هېواد کې شخړې د پام وړ زياتې شوې دي.

دچارواکو په وينا په دې څو مياشتو کې په زرګونو کورنۍ د افغانستان دننه بيځايه شوي دي او مجبوره شوي دي چې خپل کورونه  پريږدي.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته