امنیت

هیڅ بندي د کندز له زندانه نه دی تښتېدلی

کابل /د سلواغې ۲مه /باختر
د کندز ولایت امنیتي مسولین وایي چې هیڅ بندي د کندز له زندان څخه نه دی تښېدلی.
له کندز ښار څخه د باخترآژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې دغه ټکی د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابد د باخترآژانس له خبریال سره په یوه ټیلفوني اړیکه کې څرګند کړ او ویې ویل پرون ماښام یو شمېر بندیانو غوښتل چې وتښتي چې د زندان امنیتي مسوولینوهغوی ونیول او خپلو خونو ته یې ولیږدول.
عابد وویل هیڅ کوم بندي د کندز له زندن څخه نه دی تښتېدلی بلکی ټول بندیان په زندان کې دي.
په همدې حال کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله روحاني وایي چې څو تنو بندیانو د خپلو خونو دروازې ماتې کړې دي او غوښتل یې وتښتي چې د زندان ساتونکو د هغوی مخه ونیوله.
له بله پلوه د کندز له زندان څخه د بندیانو د تېښتې په اړه خبرونه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي چې ګڼې څو تنه بندیان له زندان خخه تښتېدلي خو د کندز سیمه ییزو مسوولینو دغه خبر رد کړی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته