ټولنهTOP

وزیرانو شورا: د هغو شرکتونو چې په بانکونو کې یې پیسې بندې دي، ستونزې څېړل کېږي

کابل / د لړم ۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رييس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ نن په ارګ کې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې د هغو شرکتونو چې په بانکونو کې یې پیسې بندې دي، ستونزې یې وڅېړي او حل لارې یې پيدا کړي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د هېواد پر اقتصادي وضعیت، په بانکونو کې د شرکتونو د بندو پيسو او نابشپړو شویو پروژو خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي چې په غونډه کې اقتصادي هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د شاه و عروس بند د کار د تکمیل موضوع وڅیړې او راپور دې مجلس ته وړاندې کړي.

دغه راز د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې پرکار او فعالیت هم خبرې وشوې، دوی د تذکرو د وېش پر دوام ټینګار وکړ او د افغانستان د نفوسو د سرشمېرنې د طرحې چمتو کولو پریکړه یې وکړه.

د وزیرانو شورا غونډه کې د نشه یي توکو او روږدو کسانو د ستونزې حل کول، د بهرنیو مرستو مدیریت، د دیني عالمانو د اسنادو ارزیابي او د رتبو تثبیت، ټاپي پروژې او پرګڼو نورو موضوعاتو تفصیلي خبرې او مهمې پریکړې وشوې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته