خبرونهامنیت

وسله والوطالبانو درې اسير پوځيان په ډزو سره ووژل

کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

وسله والوطالبانو درې تنه اسير پوځيان نن سهار په ډزو سره ووژل.

د ځانګړو ځواکونو دغه درې تنه پوځيان له قندهار او پکتيا څخه د رخصتي د تېرولو لپاره په بدخشان کې خپل وکورونوته روان و ،  چې درې ورځې مخکې د وردوج ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د يرغلګرو له خوا ونيول شول.

د رارسېدلو خبرونوله مخې،  يرغلګرو طالبانو دغه درې تنه پوځيان نن سهار د روژې د مبارکې مياشت په لومړى ورځ په ډزو سره ووژل .

د بدخشان يوامنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې طالبانو په يو صحرايي محکمه کې  دغه درې تنه پوحيان نن سهار په زيباک ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې په ډزو سره ووژل .

د بدخشان ولايت د رسنيو دفترهم د يوې خبرپاڼې په  خپرولو سره د روژې د مبارکې مياشتې په لومړى ورځ د طالبانوله خوا د دغو دريو پوځيانو وژل تاييد کړ.

طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په لسګونو اسلامي هېوادونو، اسلامي مرکزونواود نړۍ مطرح شخصيتونوله طالبانو غوښټي دي چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي   د خلکو له وژلو لاس واخلي او اوربند وکړي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته