کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر
د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ سيمه ييز مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ او د ولسوالۍ بازار يې وسوځاوه.
د دهنه غوري ولسوال محمد صابر قليچ رسنيو ته ويلي دي چې وسله والو طالبانو له ماتې روسته، د دهنه غوري ولسوالۍ بازار او د خلکو مالونه وسوځول.
هغه زياته کړه چې طالبانو څو دُکانونه او د ګرځنده پلورونکو کراچۍ وسوځولې او وروسته وتښتيدل.
د دهنه غوري د ولسوال د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو په دې اقدام سره، د سيمې اوسېدونکو او هټۍوالو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.
ختم-ج –ا