نړۍ

وسله والو کسانو په بلوچستان کې پنحه پاکستاني پوځيان ووژل

کوېټه / اسوشتېد پرس / د چنګاښ ۵مه / باختر
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې وسله والو کسانو د دغه هېواد پنځه امنيتي ځواکونه ووژل.
په هغې اعلاميه کې چې د پاکستان اردو خپره کړې ده، ويل شوي دي چې دغه پېښه پرون د بلوچستان ايالت په سبي ساحه کې رامنځته شوه.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې، خو بريد کوونکي له ساحې څخه وتښتيدل.
د پاکستاني پوځيانو د معلوماتو له مخې؛ د بريد کوونکو د موندلو لپاره په سيمه کې عمليات دوام لري.
د جون په لومړۍ نېټه هم په ورته بريد کې ۴ پاکستاني پوځيان ووژل شول او٨ نور یې ټپيان شول.
تراوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته