تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ولایتونو ته د جمهوررییس سفرونه او د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا

٣٠- کابل/ د سلواغې ۶مه/ باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني په تېرو څو اوونیو کې ګڼ ولایتي سفرونه لرل. وروستی سفریې هرات ته و او هلته یې له سیمه ییزو دولتي مسوولینو، علماوو، ښځو، خبریالانو، سوداګرو او پانګوالو، مدني فعالانو او مخورو سره وکتل. ولایتونو ته د جمهوررییس سفرونو په حقیقت کې د هغه ستر ارزښت ښکارندویي کوي چې مرکزي حکومت یې سمه ییزو ارګانونو ته ورکوي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سیمه ییزې حکومتولۍ چارو د ښه سمون په موخه د دولت په تشکیلاتو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره شتون لري. د دغې ادارې دنده په سیمو کې د ښې حکومتولۍ پياوړتیا، په چارو کې د شفافیت رامنځ ته کول او له ولسونو سره د ښو اړیکو پالل دي. سیه ییزې ادارې په حقیقت کې د مرکزي حکومت او ولسونو ترمنځ د پله دریځ لري، یانې له مرکزي حکومت سره د ولسونو اړیکې ټینګوي او پالي یې. همدارنګه سیمه ییزې ادارې د مرکزي حکومت هنداره بلل کېږي، یانې په سیمو کې خلک په سیمه ییزو ادارو کې مرکزي حکومت ویني او پر مرکزي حکومت د سیمه ییزو ادارو د څرنګوالي له مخې قضاوت کوي. که سیمه ییزه اداره ښه وي او چارې یې رڼې او اغېزمنې وي؛ نو خلک وایي چې د مرکزي حکومت دې کور ودان وي چې ښه چارواکي یې ورټاکلي دي؛ خو که په سیمه ییزه کچه چارې ښې او رڼې نه وي؛ نو بیا خلک له مرکزي حکومته سرټکوي او ملاتړ یې نه کوي. له دې امله د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړي کولو ته باید د یو سترلومړیتوب په سترګه وکتل شي.
منو چې په تېرو څو کلونو کې د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه اخیستل شوی دي؛ خو له دغو ګامونو او یو شمېر بریاوو سره سره، په سیمه ییزه کچه لا ګڼې ستونزې شته چې د حل لپاره یې جدي او اغېزمن تدابیر ونیول شي. که موږ د امنیت موضوع ته کتنه وکړو؛ ګورو چې په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي حالت ښه نه دی. باید د دغو ولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، د ملي اردو له اړوندو قوماندانانو، نورو امنیتي مسوولانو او همدرانګه ولسوالانو وپوښتل شي چې ولې د دوی تر کنترول او مسوولیت لاندې ولایت کې امنیتي حالت ښه نه دی او وسله وال مخالفان په ډاډه زړه فعالیت کوي؟ ځکه د امنیت په برخه کې لومړی مسوولیت د دوی پر اوږ دی. دوی باید وضعیت په ښه توګه تحلیل او ارزیابي کړي، د خپل اړوند ولایت او ولسوالۍ په اړه یو روښانه تصویر ولري، هغه نیمګړتیاوې او تشې ښه وپېژني چې د دوی په امنیتي سیستم کې شته او وسله وال مخالفان ترې ګټه پورته کوي. دوی باید د دغوتشو د ډکولو لپاره تدابیر ونیسي او که د مرکزي حکومت مرستې ته اړتیا ولري، له ځنډ پرته باید ترې مرسته وغواړي. د بیارغاونې او پرمختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې هم باید ورته چلند وشي.
ولایتونو ته د جمهوررییس سفر ډېر اغېزمن دی. دی له ټولو مسوولینو رپوټ غواړي.هیله مو دا ده چې د سیمه ییزو چارواکیو رپوټونو د دوی په اړوندو سیمو کې پر واقعیتونو ولاړ وي، درواغ یا مبالغه په کې نه وي. د حالاتو رښتینی انځور د وضعیت په تحلیل کې مرسته کوي او چې کله وضعیت په سمه توګه تحلیل او وارزول شي؛ نو بیا سم تصمیمونه نیول کېدای شي. موږ باید سیمه ییزه حکومتولي پياوړې کړو، چارې یې رڼې او اغېزمنې کړو. په دې برخه کې تر ټولو مهمه خبره د ولسونو باور او اعتماد دی. او ولسونه هغه مهال پر سیمه ییزو چارواکیو باور کوي، چې دوی خلکو ته رښتینی خدمت وکړي، په فساد کې ښکیل نه وي، په چارو کې نوښت او بریالیتوب ولري. همدارنګه اړینه ده چې اړوند سیمه ییز چارواکي د جمهوررییس له سفره وروسته د هغه د سپارښتنو د عملي کولو په اړه هم مرکزي حکومت ته او هم ولس ته رپوټ ورکړي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته