کابل/ د کب ۱۶ مه/ باختر
د پکتیکا ولسونو د دغه ولایت په زرغون شهر ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې له نظام او جمهوریت څخه ملاتړ اعلام کړ.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې قومي مخورو د افغان ځواکونو سرښندې وستایلې او د دوی ملاتړ یې ایماني او وجداني مسوولیت وباله.
دوی وویل چې د جمهوري نظام د جوړېدو لپاره افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړي او هیچا ته به د موقت حکومت د جوړېدو اجازه ور نه کړي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ