اقتصاد

ولسونه: پر کونړ سیند دې هم بند جوړ کړل شي

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په ننګرهار کې ديني عالمانو، قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، مېرمنو او نورو قشرونو په یوه ستره غونډه کې له جمهوررییس مننه او قدرداني وکړه چې د سولې ملاتړ کوي او پر کمال خان بند سربېره یې بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د غونډې ګډونوالو له جمهوررییس څخه غوښتنه وکړه چې پر کونړ سیند هم کمال خان بند ته ورته بند جوړ کړي.
دوی له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي اوربند وکړي او ژر تر ژره د سولې خبرې په کاميابۍ سره ترسره کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته