سیاستخبرونهاقتصاد

ولسي جرګې د١٤٠٠ مالي کال بودجه بيا رده کړه

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
ولسي جرګې نن د دويم ځل لپاره د ١٤٠٠ مالي کال بودجه رده کړه او د دولت د کارکوونکو د حقوقو او معاشونو د يوشان کولو غوښتنه يې وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ولسي جرګې رييس وايي چې، تر هغه وخته چې بودجه تصويب نه شي؛ ژمنيو رخصتيو ته نه ځي.
د وکيلانو دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ملي شورا ژمنيو رخصتيو ته یواځې ۳ ورځې پاتې دي. خو منتقدين وايي چې د معاشونو يوشان کول بايد د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه پيل او وزيران، معينان او سلاکاران هم پکې شامل شي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته