کابل باخترد ثور اتلسمه :
دکورنيو چارو وزارت دوياند ددفتر سرپرست تاييدکړه چې يوې ډلې يرغلګرو دلوى څارنوالى دادارې ودانۍ ته څيرمه دکونتر يادت په خيريه دفتر بريد کړى دى .
ده چې په دې باب له رسنيو سره خبرې کولې زياته کړه چې يرغلګرو لومړى هغه موټر چې چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځاى کړى شوي و ددغه بنسټ ددفتر په وړاندې وچاوه .
دده دڅرګندونوله مخې، دفاعي اوامنيتي ځواکونو ساحه سخت ترکنترول لاندې نيولې ده او په ډير لنډ ممکن وخت کې به بريد ګر اويا بريدګران ووژل شي .
ده دغه راز وويل چې ددغه خيريه بنسټ او دګاونډي بنسټ کارکوونکي دموظفو ځواکونو په واسطه خوندي ساحې ته لېږدول شوي دي .
ده ددغې پيښې له امله دسر داوښتو زيانونو او مالي تاوانونو اودبريدګرو دشميرپه باب څه ونه ويل .
ختم_ عطاالله_ اکرم