اقتصاد

يوتن د انسان تښتونې په تور ونيول شو

٤٧- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
يو سړى په قندهار کې د انسان تښتونې په تور ونيول شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه سړى يو نجلۍ له روزګان څخه تښتولې وه او غوښتل يې پاکستان ته يې ولېږدوي چې نن سهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ونيول شو.
د قندهارد امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د دغه سړي نيول کېدل تاييد کړ.
ويل کېږي چې دغه سړى په لومړنيو تحقيقاتوکې د دغې نجلۍ په تښتولواعتراف کړى دى. ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته