سیاست

حامد کرزي د ترکیې له جمهور رئیس او صدراعظم سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وکړې

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ترکیې په سيمه ييز وخت نن سهار د ترکیې له جمهور رئیس عبدالله ګل او ددغه هېواد له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره، په جلا جلا توګه وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ
په دغو کتنو کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د سولې د بهیر، د ترکیې له خوا د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د روزنې او په اوږد مهال کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړوند په مفصله توګه خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د توکیو او شیکاګوپه کنفرانسونو کې له افغانستان سره په انکشافي او نظامي برخو کې د ترکیې د مالي ژمنو له امله مننه او قدرداني وکړه.
ترکیې هېواد، په توکیو کنفرانس کې په انکشافي برخه کې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو او په شیکاګو کنفرانس کې په نظامي برخه کې د ۱۷ میلیونو ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.
دغه راز حامد کرزي د لوړو زده کړو په برخه کې د ترکیې په پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته د زده کړې د زمینې دبرابرولو له امله مننه وکړه او هیله یې وکړه چې نورو افغان محصلانو ته هم دا زمینه برابره شي.

د ترکیې جمهور رئیس ژمنه وکړه چې ترکیه به له دوست هېواد افغانستان سره د اوږد مهال لپاره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي او افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې پرې نه ږدي.
عبدالله ګل ډاډ ورکړ چې ترکیه د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به له هيڅ رازمرستو او همکاریو څخه ډډه ونکړي.
د یادونې وړ ده چې نن سهار د افغانستان، ترکیې او پاکستان لویو درستیزانو او لوړ پوړو امنیتي مسؤولینو هم په جلا جلا توګه سره وکتل او د امنیتي همکاریو په باب یې خبرې اترې وکړې.
ټاکل شوې وه چې په سيمه ييزوخت نن له غرمې وروسته د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو تر منځ  لومړۍ دری اړخیزه رسمي ناسته ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته