ټولنه

يوسلو پنځوسو کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخيسته.

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٤ نيټه :

دبادغيس ولايت دقلعه نور ښار په مربوطاتو کې يوسلو پنځوسو کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخيسته .

دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير ويس برمک  په بادغيس ولايت کې داوبو بريښنا ددوو کوچينو پروژو دپرانستلو په وخت کې وويل  دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه ديواتيا زرو اووه سوه امريکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندي شوي دي.

دبرمک دڅرگندونوله مخې دغه پروژې داته اعشاريه څلورو ميګاواټو بريښنا دتوليد ظرفيت لري او له ښيګڼو څخه يې يوسلو پنځوس کورنۍ ګټه اخلي .

په هغو مراسمو کې چې ددغو پروژو  دپرانستلو له امله دبادغيس ولايت په مقر کې پرځاى شوى و دبادغيس والي دلبرجان ارمان  ددولتي ادارو رييسانو او دبادغيس ولايت دمشرتابه هيئت  ګډون کړي و . دبادغيس والي  ددغو پروژو پرانستل  خلکو ته دټولنيزو  خدمتونو په وړاندي کولو کې يو پرځاى اقدام وباله  اودبيا جوړولو په برخه کې يې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه .

ويس برمک دغه راز داوبولګولو هغه پروژه وکتله چې پخوا په قادس ولسوالۍ کې  پرانستل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته