امنیت

يوماين جوړونکى ونيول شو

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
يو ماين جوړونکى پرون د سرپل ولايت د صياد په ولسوالۍ د پوليسو له خوا ونيول شو.
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر او سرپرست سخيدادحيدري  باخترآژانس ته وويل: نيول شوى سړى په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې ويلي دي چې درې مياشتې مخکې د طالبانو د يو قوماندان له خوا د واټونو د ماينونو د جوړولو د لارو چارو د زده کړې په مقصد پاکستان ته ليږدول شوى و؛ د ماينونو په جوړولو کې مهارت ترلاسه کړ او په دغه ولايت کې په ورانکارو فعاليتونوکې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته