سیاستخبرونه

يوناما دوحې ته د خبرو د پيل لپاره د مرکچي هيئت ستنېدو هرکلى کوي

٥٦- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
په افغانستان کې د ملګروملتو د معاونت هيئت ( يوناما) نن دوحې ته د مرکچي هيئت د ستنېدو هرکلي کوي او په قطرکې د افغان د دوو مرکچي تيمونوترمنځ د خبرو د ژر پيلولوپه تمه دى .
په افغانستان کې د ملګروملتوسازمان د معاونت دفتر يا يوناما د يو پيغام په خپرولو سره ويلي دي دغه خبرې د جګړې د پاى ته رسولو او د دايمي سولې له ټينګښت سره د مرستې لپاره ډيرې مهمې دي .
مرکچيان له ځينو مهمو چلنجونوسره مخ شول اوزيات کارونه پاتې دي خو دواړه تيمونه د خبرو په لومړنى تاريخي پړاو کې چې د سپتمبر په مياشت کې پيل شوې ښه همکاري وکړه چې په تدريجي ډول رښتيني پرمختګ ته ورسېدل .
هغوى له خپلومشرانوسره د سلامشورو په مقصد د شل ورځنى رخصتى مخکې د راتلونکو خبرو لپاره په يو طرز العمل موافقه وکړه او د اجندا مسودې يوبل ته ورکړه.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ديبرالاينز وويل زه له دواړو لورو غواړم چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره د تاوتريخوالي د کمښت لپاره زمينه برابره کړي چې د افغانانو زيات وژل پاى ته ورسېږي اويوسياسي ثبات رامنځته شي چې د افغانستان ټولو قشرونوته د منلو وړ وي .
هغه زياته کړه د جګړې بندول د خبرو لپاره ښه فضا رامنځته کوي ، خلکوته هيله وربښي او بشردوستانه مرستندويانوته اجازه ورکوي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ژمني ضروري مرستې افغانانوته ورسوي .
د ملګروملتو سازمان به له دواړو لورو سره په نږدې اړيکه کې پاتې شي .او څرنګه چې د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د سپتمبر په مياشت کې د خبرو اترو په پيل کې وويل چمتو دى چې د اړتيا په وخت کې مرسته وکړي
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته