خبرونهامنیت

يوناما په افغانستان کې د هدفمندو وژنو د دوام له امله انديښنه څرګنده کړه

 کابل/ د مرغومي٤مه / باختر

په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د معاونيت هيئت دفتر يا يوناما  په يوه اعلاميه کې د يوسف رشيد د ترور په غندنې سره په افغانستان کې د ملکيانو د هدفمندو وژنو د دوام له امله انديښنه څرګنده کړې ده.

د باختراژانس د خبرله مخې؛  يوناما په يوه اعلاميه کې د حکومتي بنسټونو له مسوولينو غوښتي چي د دغې پېښې عاملان وپېژنې او محاکمه يې کړي.

د يوناما په اعلاميه کې ويل شوي دي؛  افغانستان يوازې په تېرو ٤ ورځو کې  د ولسي جرګې د يوه غړي، د يو مشهور خبريال، د يوې ډلې ډاکترانو او د انتخاباتو د څارنې د يو بنسټ د رييس د وژلو دګر و.

د دغو وحشتناکو برېدونو مسووليت ډېر لږ منل کېږي او زياتره پرهغو کسانو چې د يوې ازادې ټولنې لپاره کار کوي، تمرکز کوي.

د دغې اعلاميې په يوه برخه کې ويل شوي دي چې  تاوتريخوالى بايد په افغانستان کې  کمښت ومومي او د سولې د مهمو او حياتي خبرو لپاره بايد  د انسانانو ژوند او د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي او د دغه بهير د ورانکارانو مخه ونيول شي.

پاى\ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته