ټولنه

يوه اندازه تېرتاريخ اوبې کيفته درمل وسوځول شول

کابل /د ليندې ١٢مه /باختر
د فراه ولايت روغتيايي مسوولين وايي يوه اندازه بي کيفته اوتېرتاريخ درمل چې د دغه ولايت د فراه رود ولسوالۍ له درملتونونو راټول کړې و،وسوځول.
د فراه روغتيايي مسوولينوويلي دي چې دغه بي کيفته درمل د روغتيايي ټيمونوله خوا د فراه ولايت د فراه رود ولسوالى له درملتونونو اوروغتيايي مرکزونو ترلاسه شوي وو.
د فراه ولايت يوروغتيايي مسوول ملاعبدالهادي قطيبه د دغودرملو د له منځه وړلوپه وخت کې له خلکووغوښتل چې د دغه ولايت له درملتونونود درملو د پيرودنې په وخت کې د هغه تاريخ اوکيفيت ته پاملرنه وکړي.
مولوي قطيبه دغه راز وويل چې د فراه ولايت له درملتونونو اوروغتيايي مرکزونود تېرتاريخ اوبې کيفته درملو د راټولولوبهير د قناعت وړنه دى اولازمه ده چې د دغه ولايت روغتيايي ټيمونه زياتې هڅې وکړي چې د بې کيفته درملو د راټولولوبهيرګړندى شي.
داپه داسې حال کې ده چې د فراه ولايت د فراه رود ولسوالۍ خلک په درملتونونوکې د بي کيفته درملود شتون په خاطر شکايت کوي او د دغودرملود راټولولو اوله منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته