امنیت

يوه زده کوونکې نجلۍ په بغلان کې ټپي شوه

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
يوه زده کوونکې نجلۍ ښوونځي ته د تګ په وخت کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ټپي شوه.
د بغلان د بنو ولسوال منصور عزيزي باختر آژانس ته وويل چې دغه نجلۍ په آزموينه کې د ګډون په موخه ښوونځي ته روانه وه چې غير مسوولو وسله والو کسانو په يوچ اندراب کلي کې د تومانچې په ډزو سره ټپي کړه.
د بنو ولسوال د ټپي زده کوونکې روغتيايي حالت خراب وباله او ويې ويل چې د درملنې په خاطر د پنجشېر روغتون ته لېږدول شوې ده.
هغه وويل چې د پېښې عاملان په تېښتې بريالي شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته