ټولنه

يوه ځوانه نجلۍ په جوزجان ولايت کې ځان وواژه .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
يوه نولس کلنه نجلۍ  پرون په جوزجان ولايت کې ځان وژنه وکړه .
امنيتي مسوولينو باختراژانس ته وويل :  دغه نجلۍ  محصله وه او په شبرغان ښار کې په خپل کور کې يې  ځان زندى کړې ده .
پوليسو ددغې پيښې علت  کورنى تاوتريخوالي  وباله . دمقتولې دکورنى يو غړى دباختراژانس خبريال ته وويل  چې مقتولې له طبي درملو څخه دحساسيت له امله  مړه شوې ده . خودمدني ټولنې فعالين هم  په دې باور دي  چې دغه ځوانه نجلۍ دکورني تاوتريخوالي له امله ځان وژلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته