امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په چاوديدونکو توکوبار له يو موټر سره ونيول شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢١ :
د ملي اردو د کوماندو ځواکونو تيره شپه يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول  او په  چاوديدونکو توکو بار  موټر يې  کشف او ترلاسه کړ.
دپامير دشلمې فرقې درستيزوال  بريد جنرال سيدقربان موسوي دباخترآژانس خبريال ته وويل :دکندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د عيسي خيلو او  د دغه ولايت  د ګورتپې په ساحو کې دکندز په ولايت کې  دايتلاف  دميشتو هوايي ځواکونو په ملاتړ د کوماندو دلسم  کنډک د منسوبينو د ځانګړوعملياتو په بهيرکې يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول اوپه يوه  موټر  کې بار يوه اندازه مهمات او  چاوديدونکي توکي هم کشف اوشندکړاى شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې  ددښمن  اته موټر سايکلونه ، اته فشاري ماينونه ، اته له ځانه جوړ شوي ماينونه او يوه اندازه مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې دوه  رنجر او هايلکس موټرونه  ويجاړ شوي  دي او يو امنيتي منسوب  بر سيرن  ټپي   شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته