خبرونهامنیت

يوولس طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
يوولس وسله وال طالبان تېره شپه په بدخشان کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د٢١٧پاميرقول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل:
وسله وال طالبانو د بدخشان د راغستان ولسوالۍ په رنديخوان کلي کې د پوځيانو پر امنيتي پر پوستې د بريد نيت درلود چې هوايي بريد پرې وشو.
جمال زياته کړه: په بريد کې د يو سرګروپ قاري مصعب په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.
په بريد کې د وسله والو طالبانو يوه قرارګاه له ١١ وسلو سره له منځه يوړل شوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته