خبرونهامنیت

يوويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په هلمند کې ٢١ وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول او ۴ نور یې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه په سنګين، ناوې او نهر سراج ولسواليو کې رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه جګړې د افغان ځواکونو پر پوستو او د سپرلۍ پر کاروانونو د طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
په خپرپاڼه کې ويل شوي دي چې په جګړوکې ٢١وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١۵ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته