خبرونهامنیت

يوويشت وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

 کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

يو ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو هوايي اوځمکنيوبريدونوکې ووژل شول.

په دغو وسله والو طآلبانو تېره شپه په دهراود اوچارچينو ولسواليو او د ترينکوت ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې له ځمکې اوهوا بريدونه وشول.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يومقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي اوځمکنيو بريدونوکې  ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول .

د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د افغان ځواکونو پرپوستو د طالبانو د يرغل په وخت کې هوايي اوځمکنيو ځواکونو  په ګډه پر يرغلګرو بريدونه وکړل .

طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه  دي ويلي.

د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د روزګان  له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٨ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .

د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.

ختم – ج _

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته