ټولنه

يوې زلزلې د افغانستان شمالي سيمې ولرځولې

کابل /د ليندې ٦مه /باختر
يوې زلزلې نن سهار د افغانستان د شمال ځينې سيمې ولرځولې.
دغه زلزله د ريکترپه مقياس ٤ درجې اټکل شوې ده.
د دغې زلزلې مرکزچې نن سهار په٧ پجواو٤٥ دقيقو وشوه د تخارد فرخار ولسوالۍ بلل شوى دى.
د امريکا د ځمکې پېژندنې د څيړنومرکز اعلام وکړچې د غه زلزله د ځمکې په٢١٩ کيلومتري ژورتياکې شوې ده.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ تراوسه پورې د دغې زلزلې له امله د رامنځته شويو ځاني اومالي زيانونوپه اړه خبرنه دى ترلاسه شوى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته