خبرونهنړۍ

يوې سختې زلزلې د جاپان ختيځ ولړځاوه

توکيو/ اسپوتنيک/ د ليندۍ ٣مه / باختر
د جاپان په ختيځ کې پرون يوې سختې زلزلې د ايباراکي ولايت ولړځاوه چې د سر او مالي زيانونو په اړوند خبر نه دى ورکړ شوى.
د رپوټونو له مخې؛ زلزله په سيمه ييز وخت ټيک ١٩بجې او ٦ دقيقې وشوه چې مرکز يې د ځمکې په ٤٠ کيلومترۍ ژورتيا کې ثبت شوې ده.
د دغې زلزلې ټکانونه د جاپان په نورو سيمو (توکيو او فوکوشيما) کې هم احساس شوي دي.
د ايباراکي ولايت د ٨ر٢ميليونه وګړو په لرلوسره د جاپان په ختيځ کې موقعيت لري.
پى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته