امنیت

يو جنايي کارکوونکي په هلمند کې ووژل شو

کابل/ د مرغومي٣٠ مه/ باختر
د هلمند له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګې يو کارکوونکى د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شو.
پرمحمد شريف نوري نن سهارد دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې بريد وشو.
د پېښې عيني شاهدان وايي يرغلګر پر موټرسايکل سپاره وو او پر دې کارکوونکې له ډزو وروسته وتښتېدل.
د هلمند يوامنيتي خبرځاى باختراژانس سره په اړيکه کې د محمدشريف نوري مړينه تائيد کړه.
تراوسه هيچا يا کومي ډلې د دې وژنې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى خو سيمه ييز خبرځايونه د يادې پېښې عامل وسله وال طالبان بولي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته