امنیت

يو داعشي په ننګرهار کې ونيول شو

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د داعش ډلې يو غړى په ننګرهار کې د پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شو.
ملا تواب په جلال آباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې داعش ډلې ته د وسلو د برابرولو او د تروريستي بريدونو لپاره د زمينې د برابرولو مسوول و.
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې ملا تواب په جلال آباد ښار کې نیول شوی دی.
له دغه ډار اچوونکي څخه وسلې او داسې اسناد ترلاسه شوي دي چې په داعش ډله کې د هغه د غړيتوب ثابتوي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته