امنیت

يو سړى په بغلان کې د خپل زوى له خوا ټپي شوی

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
په بغلان کې يو سړى د خپل زوى په بريد کې ټپي شوی.
جاني له خپل پلار سره له ناندرو وروسته په هغه ډزې وکړې چې په دې پېښه کې د هغه بوډا پلار ټپي شو.
د دې کورنۍ د ګاونډيانو د څرګندونو له مخې؛ جانې له خپل پلار سره له ناندرو وروسته په هغه دچره يې ټوپک ډزې وکړې.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمر باخترآژانس ته وويل: امنيتي ځواکونو د ټپي زوي جاني نيولى دى.
هغه کورنی تاوتريخوالی د دې پېښې اصلي علت وباله.
د بغلان د مرکزي روغتون يو مسوول ډاکټر جاويد عالميار د دغه بوډا روغتيايي حالت خراب بللى دى.
هغه وويل چې ګولۍ د هغه په بډوډې کې لګېدلې دي چې دا کار د هغه د رغتيايي حالت د خرابوالي سبب شوی دی. \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته