امنیت

يو سړى په کاپيسا کې ووژل شو

کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
يو سړى پرون د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې ووژل شو.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش باختر آژانس ته وويل: دغه سړى د کاپيسا په مرکز محمودراقي پورې اړوند نوآباد سيمه کې د کورني تاوتريخوالي له امله د ښکاري ټوپک په ډزو ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې تراوسه د دغې وژنې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته