خبرونهامنیت

يو سړی په پکتيکا کې د خپلې وريندارې د وژنې په شک ونيول شو

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د غزني پوليسو د پکتيکا پوليسو په همکارۍ يو سړى په پکتيکا کې د خپلې وريندارې د وژنې په شک ونيو.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي سړي څه موده مخکې د غزني د ګيرو ولسوالۍ په لوديانو کلي کې خپله ورينداره وژلې او پکتيکا ته تښتيدلى و.
د يو بل خبر له مخې:
د غزنې د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت پوليسو يو غلا شوى کرولا موټر د غزني ښار د درېيمې حوزې له مربوطاتو څخه کشف او اصلي خاوند ته يې وسپاره.
د موټر د غلا په اړوند تراوسه څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته