سیاست

يو شمېر محصلانو له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
يو شمېر افغاني محصلانو چې د قزاقستان په پوهنتونونوکې په زده کړه بوخت دي؛ نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د کتنې برخه والو له ځوان نسل او محصلانو سره د هيواد د مشرتابه هيئت په تېره بيا د جمهور رييس د دويم مرستيال د ملاتړله امله د قدردانۍ په ترڅ کې يو لړ ستونزې چې په قزاقستان کې افغاني محصلان ورسره مخامخ دي؛ د جمهور رييس له دويم مرستيال سره طرحه کړې.
دوى دې ته په اشارې سره چې قزاقستان له علمي پلوه په سيمه کې له ښو هيوادونو څخه دى؛ دې ته په پاملرنې سره چې په روان کال کې د افغاني محصلانو د منلو په باب د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تړون پاى ته رسيږي؛
د هغه د تمديدولو غوښتنه وکړه.
دکتنې برخه والو د طبي محصلانو او د قزاقستان په پوهنتونونوکې د افغاني محصلانو د تخصص د مسئلې د څيړنې غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي دکتنې برخه والو ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې دهغوى دعلمي برياليتوبونو له امله مبارکي وويله.
دجمهور رييس مرستيال قزاقستان د سيمې له مهمو هيوادونو څخه او په نوى فصل کې د افغانستان ښه دوست وباله.
د جمهور رييس مرستيال په بېلابېلو برخو په تېره بيا په علمي او اکاډميکي برخو کې د افغانستان او قزاقستان د اړيکو پراختيا مهمه وبلله او دا کاريې د دواړو هيوادونو په ګټه وباله.
ده دغه راز ځوانانوته د تحصيلي زمينو پراختيا د نوى فصل يو برياليتوب وباله او څرګنده يې کړه: څومره چې زموږ ځوانان د پوهې او تخصص په لور مخه وکړ؛ په هماغه اندازه به د هيواد راتلوونکى ښه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته