امنیت

يو طالب په سمنګانو کې ووژل شو

کابل / د غویي2٠مه / باختر
يو وسله وال طالب تېره شپه په سمنګانو کې ووژل شو.
د سمنګانو د ملي امنيت رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه وسله وال طالب د سمنګانو مرکز د چوغي ايبک په کلي کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو او مړى يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى.
د يوبل خبرله مخې: د سمنګانو د ملي امنيت منسوبانو يو وسله وال طالب د سمنګانو له حضرت سلطان ولسوالۍ څخه ونيوه.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: له نيول شوى طالب څخه تحقيقات پيل شوى دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته