امنیت

يو قاتل په اعدام محکوم شو

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
يوتن دخپلې کورنۍ ددريو تنو غړو دوژنې په تور په بغلان ولايت کې په يوه علني قضايي محاکمه کې په اعدام محکوم شو.
دبغلان ولايت داستيناف محکمې دخپرونو دبرخې مسوول عبدالخليل باختراژانس ته وويل  دغه سړۍ چې څلور مياشتې مخکې يې خپل ورور ، ورينداره  او وراره  په خوست ولايت کې وژلي و  په يوه علني محاکمه کې په اعدام محکوم شو.
ويل کېږي دمحکمې  حکم وروستۍ نه دى او دتورن تميزغوښتنه محفوظه ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته