خبرونهامنیت

٣٣ طالبان په روزګان کې ووژل شول

٣- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
درې ديرش وسله وال طالبان په روزګان کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په دهراود ولسوالۍ او د ترينکوټ ښار ته څېرمه رامنځته شوي .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ٣٣ طالبان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه جګړې د افغان ځواکونو پرپوستو د طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٠ماينونو په کشف او شنډولوسره د يولړچاودنومخه ونيوله.
ختم_ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته