نړۍ

ټرمپ: په سوریه کې پر داعش بریالي شو او دا ډله مو ماته کړه

 نړيوالې خبري منابع باختر دليندۍ دمياشتې٢٩نيټه :
د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئيس ډونالد ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه وېډیویي پیغام کې وایي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې له تاریخي بریا وروسته ټول امریکایي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
ټرمپ پرون وویل، موږ پر داعش بریالي شو او دا ډله مو ماته کړه اوسخته موماته کړه.
ده زیاته کړه: موږ وګټله او دا شی مو غوښت، زموږ ټول ځوان هلکان، ښځې او نارينه  به  اوس بېرته راځي.   
د جمهوررئيس ټرمپ له‌ خوا دغه وېډیویي پیغام وروسته له هغې خپرېږي چې د هغه             پرمخکېني ټویټري پیغام چې هغه مبهم بلل شوی و، د امریکا د کانګرس یو شمېرغړو او متحدینو اندېښنه ښکاره کړې وه.      
ټرمپ ویلي و داعش، هلته د ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې د پاتې کېدو یوازنی دلیل، مومات کړی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وروسته وویل چې له سوریې د شاوخوا دوه زره امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.   
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته