خبرونهامنیت

پاکستان ته د قيمتي ډبرو د قاچاقو مخه ونيول شوه

-کابل / د کب ٢مه / باختر
د پکتيکا امنيتي ځواکونوپاکستان ته د قيمتي ډبرو د قاچاقو مخه ونيوله .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دوو تنو چې غوښتل دغه ډبرې قاچاق کړي تېره شپه د پکتيکا د ګوملې ولسوالۍ د ورسک له کلي څخه ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغو دوو تنو غوښتل په يوموټر کې يوه اندازه قيمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق کړي .
ويل کېږي دغه ډبرې په غيرقانوني ډول د هېواد له کانونوڅخه د قاچاق وړونکود کېندنو په پايله کې ترلاسه شوي دي.
ختم_ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته