اقتصاد

پاکستان له افغانستان سره د سپين بولدک لاړه وتړله

کابل /د تلي ١٣مه/باختر
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک لاره يوځل بيا د مسافرو او تجارتي کاروانونو پرمخ وتړل شوه .
پاکستاني ځواکونو پرون د دغې لارې پر تړلو اقدام وکړ.په افغانستان کې د اسلامي امارت د برياليتوب د څه ناڅه دوو مياشتو په بهيرکې پاکستان څوځلې له افغانستان سره د خپلو لاروپه تړلو اقدام کړى دى.
د قندهار د والي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره مني چې د سپين بولدک لارې د پرانستلو لپاره د دوى هلې ځلې نتيجه نه ده ورکړې .
په دې خبرپاڼه کې له خلکوغوښټل شوي دي چې د دغو ستونزو تر لرې کېدواو د لارې تر پرانستلو پورې سپين بولدک ته لاړ نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپين بولدک د لارې تړل کېدل د دې سبب شوى دى چې په زرګونو ناروغان اومسافراوتجارتي کاروانونه په دواړو لورو کې بند پاتې دي.
د پاکستان د کورنيوچارو وزير په دې وروستيو وختوکې ويلي و چې دوى د امنيتي دليلونو له امله د سپين بولدک لاره تړي.
هغه دغه راز ويلي وچې د تورخم په ګډون له افغانستان سره خپلې نورې لارې به د مسافرو اوتجارتي کاروانونوپرمخ پرانيستي وساتي.
په همدې حال کې لېدل شوي دي چې د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان نورې لارې هم کله ناکله د پاکستان له خوا تړل کېږي.
له بله پلوه په افغانستان کې د ميوو د حاصلاتو په فصل کې د تجارتي کاروانونوپرمخ دسپين بولدک د لارې تړل کېدل به افغان بزګرانو او سوداګروته زيات زيانونه واړوي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته