کابل / د وږي ۲۸ مه / باختر
د پاکستان حکومت او خلکو له افغانستان سره د اوولس لاریو روغتیايي او خوراکي توکو مرسته وکړه.
په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مسوولین وایي چې یاده مرسته به پر ننګرهار سربېره نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.
د یو بل خبر له مخې؛ په پکیتا کې د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت جانخېلو ولسوالۍ له ۲۵۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ن/ر
4 د یوې دقیقې څخه لږ