Uncategorized

پاکستان په ننګرهار کې د پښتورګو روغتون غیر فعالې برخې فعالوي

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
د ننګرهار د عامې روغتيا ریيس عطاء الرحمن فاتح د پاکستان له قونسل عابدالله سره یوځای د دغه ولایت د پښتورګو ملي روغتون وکوت او له هغه یې غوښتنه وکړه چې د دغه روغتون د پاتې برخو په فعالولو او مسلکي کسانو روزلو کې همکاري وکړي.
په جلال اباد کې د پاکستان قونسل عابدالله ژمنه وکړه چې د دغه روغتون د پاتې چارو په فعالولو او مسلکي کسانو په روزلو کې به لازمه همکاري وکړي.
د جلال آباد د پښتورګو په ملي روغتون کې اوسمهال هيموډياليز، يورالوژي، نفرالوژي، OPD عمليات خونه او لابراتور فعال دي او د ناروغانو درملنه په کې کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر روغتیا پالان په دغه ولایت کې له اسلامي امارت غواړي چې د روغتیا پالانو امنیت تامین کړي.

روغتیا پال اسد الله عامر چې شاوخوا درې کلونه وړاندې ناپېژاندو وسله والو د جنسیت تمایل، ملاتړ او مسلکي لاملونو له امله شکنجه کړی و، یادې پېښې یې پر روان ناوړه اغېز کړی او اړ شوی چې د څو میاشتو لپاره هند ته لاړ شي. هغه له دولته غواړي چې د روغتیا پالانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
عامر وایې چې د یادې پېښې رامنځته کېدو له امله یې څو میاشتې هېواد پرېښود او هند ته یې سفر وکړ
دا په داسې حال کې ده چې د دغه روغتون د جوړولو چارې په ۲۰۰۶کال کې د پاکستان په مالي ملاتړ پیل شوې وې، تمه وه چې په ۲۰۱۱ کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو د ځینو ستونزو له امله يې په ۲۰۱۷ کال کې يوه برخه فعاله او پرانیستل شوه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته