تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

پرټپه درېدلی حالت او د ولس اندېښنې

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
له بده مرغه د سولې خبرې درېدلي دي او دې درېدا د خلکو ژورې اندېښنې راټوکولي دي. پوښتنه دا ده چې ولې دا خبرې ودرېدې؟ څوک پړ دی؟ آیا دا خبرې به بېرته له سره پيل شي او که نه؟ دا او دې ته ورته نورې ګڼې پوښتنې د خلکو په ذهنونو کې ګرځي او ځوابونه یې غواړي.
د باختر آژانس مفسردا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په دوحه کې د دواړو لوریو مرکچیانو له اوږدو او خورا ستونزمنو خبرو وروسته وکولای شول د خبرو د پرمخ بیولو طرزالعمل تصویب کړي. په دویم پړاو کې تر ټولو لومړۍ خبره د اجنډا تصویبول وو او بیا په اجنډا کې د راغبرګو شویو مسایلو په اړه بحث و.
دا له وړاندې څرګنده وه چې دا پړاو به ستونزمن، جنجالي او خورا کړکېچن وي؛ خو هېچا تصور نه کاوه چې خبرې به د اجنډا له تصویبولو مخکې پر ټپه ودرېږي. له بده مرغه داسې وشول. دواړو لوریو یو بل ته د اجنډا په اړه وړاندیزونو مطرح کړل. باید د افغانستان د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره او همدارنګه د اوسني پړاو لومړیتوبونو ته په کتو دواړو لوریو د یو بل پر وړاندیزونو غور کړی وای، هغه یې تحلیل کړي وای، ارزولي یې وای او بیا یې په ګډه د اجنډا د هرې مادې په اړه پرېکړه کړې وای.
د افغانستان حکومت پلاوی په خپل وخت د خبرو مېز ته کېناست او خپل وړاندیزونه یې مطرح کړل. مقابل لوري سوړ دریځ غوره کړ او نوي شرطونه یې وړاندې کړل. منو چې په امریکا کې د حکومت بدلون په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر بهیر اغېز وکړ او داسې یو ذهنیت رامنځ ته شو چې ته صبر وکړه د امریکا نوې اداره د دغو خبرو په اړه کوم دریځ غوره کوي. د طالبانو پلاویو دیپلوماتیک مانورونه پیل کړل او ایران، روسیې او ترکمنستان ته یې سفرونه وکړل.
په دوحه کې د خبرو مېز همداسې تش پاتې شو او تر ننه خبرې لا نه دي پيل شوې. د خبرو له مېزه تېښته د هېچا په ګټه نه ده. زموږ د کلي او ولس د عادي جرګو تجربه دا جوتوي؛ هغه څوک له جرګې تښتي چې پړ وي او د جرګې له پرېکړې ډارېږي.
دا باید د یو انکار نه منونکي واقعیت په توګه ومنل شي چې د افغانستان ستونزه، جګړې ته پای ورکول او د تلپاتې سراسري سولې ټینګول خبرو ته له کېناستو پرته د حل کومه بله لاره نه لري. که څوک په رښتیا هم سوله غواړي، که څوک په رښتیا هم غواړي چې روانه جګړه یوځل او د تل لپاره پای ومومي، باید د خبرو مېز ته کېني، منطق او استدلال وکړي، جګړه ودروي، تاوتریخوالی ودروي، د باور فضا رامنځ ته کړي، انعطاف ښکاره کړي، د خلکو زړونه راخپل کړي او د سولې لپاره خپله اراده په عمل کې ثابته کړي.
د خبرو له مېزه تېښته د ستونزې د حل لاره نه ده. افغانان له جګړې ستومانه شوي دي او د سولې تږي دي. دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې دې خونړۍ جګړې ته پای ورکړي او په هېواد کې تلپاتې سوله تامین کړي.
اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته سره کېني، پر ټولو جنجالي مسایلو بحث وکړي، اجنډا تصویب کړي، لومړیتوبونه وټاکي او جدي خبرې کړي. د افغانانو تر ټولو ستر لومړیتوب د تاوتریخوالي درول دي. باید اوربند ټینګ شي او د دوه اړخیز باور په فضا کې په اجنډا کې پر راغبرګو شویو مسایلو بحث وشي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته