خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

پر خبریالانو برید، د آزادۍ پر بیان برید دی

کابل / د لړم ۲۳ مه / باختر

پرون په لښکرګاه کې د آزادۍ راډیو خبریال الیاس داعي د مقناطیسي بم په چاودنه کې ژوند بایلود. څو ورځې مخکې په کابل کې د ټلویزیوني خپرونو یو پخواني ځوان چلوونکي یما سیاووش په ورته برید کې ژوند بایلود. پر خبریالانو برید په حقیقت کې د آزادۍ پر بیان برید دی.

د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

هره بشري ټولنه هر وخت او په هر ځای کې اطلاعاتو او معلوماتو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې انسان اکسیجن، اوبو او خوړو ته اړتیا لري، دغه راز اطلاعاتو ته هم اړتیا لري. اوس په ټولنپېژندنه کې د اطلاعاتي ټولنې بحث مطرح دی. په اطلاعاتي ټولنه کې د انسان د ژوندانه ټول اړخونه پر اطلاعاتو پورې اړه لري: اقتصاد، کلتور، روغتیا، سوداګري، ورځنۍ راکړه ورکړه، زده کړې، سفرونه او نور تول اړخونه. هر انسان اطلاعاتو ته اړتیا لري؛ خو اوس افغانان تر نورو ډېر دقیقو او کره معلوماتو او اطلاعاتو ته اړتیا لري. او دا ځکه چې له یوې خوا په هېواد کې جګړه روانه ده او له بلې خوا د سولې لپاره هم کوښښونه پیل شوي دي. خلک باید پر هرڅه خبر شي، هم د جګړې پر واقعیتونو او هم د سولې پر واقعیتونو. خلک باید خبر شي چې په کوم ځای کې جګړه روانه ده، چا دا جګړه پیل کړې ده، څومره خلک په کې وژل شوي او څومره نور په کې ټپیان شوي دي، څومره خلک د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوي دي او اوس په څه ډول حالاتو کې ژوند تېروي، د جګړه ځپلیو خلکو رواني حالت څنګه دی، آیا چا ورسره مرسته کړې ده او که نه؟ د دغې جګړې اقتصادي او ټولنیزې اغېزې څنګه دي او نورې ګڼې پوښتنې چې خلک یې ځواب غواړي او په اړه یې دقیق معلومات او اطلاعات غواړي.

دا خبریالان دي چې باید خلکو ته د جګړې په اړه هر اړخیز تازه او دقیق معلومات او اطلاعات ورسوي. دا کومه پټه خبره نه ده چې په جګړه کې ښکیل لوري او په تېره بیا پړ او ملامت لوري کوښښ کوي واقعیتونه پټ کړي، د پړې او ملامتۍ تور له ځانه لرې کړي. یوازې ژمن خبریالان کولای شي چې رښتیني اطلاعات خلکو ته ورسوي او هغوی خبر کړي چې څه تېرېږي. د ژورنالیزم د مسلک له مخې، خبریالان قضاوت نه کوي چې څوک پړ او ملامت دی، څوک مسوولیت لري او باید ځواب ووایي. خبریالان، قاضیان نه دي. خبریالان یوازې واقعیتونه بیانوي او خلکو ته دقیق او کره خبرونه رسوي. قضاوت بیا د خلکو کار دی. دا حق د خلکو دی او دا واک د خلکو دی چې ملامت او سلامت تفکیک کړي او په اړه یې قضاوت وکړي.

هغوی چې پر خبریالانو برید کوي، په حقیت کې د آزادۍ پر بیان برید کوي، په حقیقت کې د خلکو پر دغه حق برید کوي چې باید پر حقایقو خبر شي. پر خبریالانو برید په حقیقت کې یوه ناوړه هڅه ده چې واقعیتونه رابربنډ او راښکاره نه شي او په تیاره کې پټ وساتل شي او خلک پرې خبر نه شي. کله چې خلک پر واقعیتونو خبر نه وي؛ نو بیا نه شي کولای چې سمه او باخبره پرېکړه وکړي.

پر خبریالانو بریدونه ودروئ، د بیان پر آزادۍ بریدونه ودروئ او خبریالانو ته دا فرصت ورکړئ چې د واقعیتونو په خپرولو کې خپل مسلکي رسالت او مسوولیت سرته ورسوي او خلکو ته دا فرصت ورکړئ چې پر واقعیتونو خبر شي.

پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته