خبرونهامنیت

پر فیض آباد ښار د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر

د بدخشان پر مرکز فیض آباد ښار د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو استقامتونو پر فیض آباد ښار بریدونه ترسره کړل چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او د سر زیان په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتېدل.

په همدې حال کې د ۲۱۷ پامير قول اردو قومندان، د بدخشان والي احمد بشیر صمیم او د دغه ولایت امنیه قومندان چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، د بدخشان خلکو ته ویلي دي چې هېچا ته به د دې خاورې د نیولو اجازه ورنکړي.

اوس په فیص آباد ښار کې وضعیت عادي دی.

پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته