سیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

پر ملي ګټو ولاړ چلند ته اړتیا ده

١٥- کابل / د سلواغې ۱۴مه / باختر
په دغو ورځو کې د یو شمېر مهمو مسئلو په اړه تاوده بحثونه پيل شوي دي او هر څوک د دغو مسئلو په ځانګړي ډول موقت حکومت په اړه خپل نظر او لیدلوری څرګندوي. د مهمو مسایلو په اړه نظر څرګندول د ولسواکۍ او بیان آزادۍ یو اساسي رکن دی او د هر هېوادوال حق دی او هېڅوک ترې دا حق اخیستلی نه شي. مهمه خبره دا ده چې هر نظر، هر لیدلوری او هر دریځ باید د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د موقت حکومت موضوع په دغو ورځو کې د ټولو د ژبې پر سر ده. په دې اړه بحثونه هغه مهال ډېر تاوده شول چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال په مسکو کې وویل چې که جمهوررییس محمد اشرف غني استعفا وکړي؛ نو دوی به سوله وکړي. دغو خبرو دننه په افغانستان کې ډېر تاوده بحثونه راوپارول. په ولسي جرګه کې هم په دې اړه خورا تود بحث وشو او د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ یو ډول تقابل او ټکر هم رامنځ ته شو.
دا منو چې د افغانستان روانه جګړه باید پای ته ورسول شي او دا له لسیزو راپاتې ستونزه حل شي؛ خو کله چې د دغې ستونزې د حل په اړه خبرې کېږي او بیا د موقت حکومت د جوړولو موضوع رامخې ته کېږي؛ نو دا له دغې ستونزې سره له خورا ساده او برسېرن چلند پرته، نور څه نه دي. په افغانستان کې د جګړې ستونزه ډېره پېچلې ده او ګڼ کورني او بهرني اړخونه لري. موقت حکومت د دغې ستونزې د حل نسخه نه ده. موقت حکومت نه یوازې دا چې روانه ستونزه حل کولی نه شي، برعکس دا ستونزه به لا سخته او پېچلې کړي. افغانانو یو ځل د یو موقت حکومت ترخه تجربه تېره کړې ده او نه غواړي هغه بیا تکرار کړي. موقت حکومت به د واک پر سر یوې بلې جګړې ته لاره پرانېزي چې هغه به تر اوسنۍ جګړې خورا خونړۍ وي.
د افغانستان ستونزه یوازې د حکومت په بدلېدو او موقتو ادارو په جوړېدو نه حل کېږي. دلته یو ژور او هر اړخیز تحلیل ته اړتیا ده، یو ستراتېژیک لیدلوري ته اړتیا ده او یوې څرګندې طرحې ته اړتیا ده، معقول او منطقي دریځ او چلند ته اړتیا ده، نه احساساتي چلند ته. هغوی چې د موقت حکومت سندره غږوي، په حقیقت کې د روانې ستونزې ټول ابعاد او اړخونه نه شي تحلیلولي او که یې تحلیلولی شي؛ نو بیا یې په اوړو کې شګه ده او غواړي افغانستان په لوی لاس یو بل بحران ته ورټېل وهي.
په دې برخه کې بیا د یو شمېر مطرحو سیاستوالو دریځ د خورا اندېښنې وړ دی. د ملت تمه او غوښتنه دا ده چې د ټولو او په تېره بیا مطرحو سیاستوالو دریځ، موقف او چلند د افغانستان او افغانانو د لوړو ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، نه د دوی د خپلو شخصي او ګوندي ګټو پر بنسټ. د افغانستان ملي ګټې حکم کوي چې د ولسواکۍ پر اصولو او ارزښتونو ولاړ نظام باید غښتلی او پياوړی شي او د دغه نظام په سیوري کې روانې جګړې ته د پای ورکولو او همدارنګه تلپاتې سولې ته د رسېدو لارې ولټول شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته