اعلامیهخبرونه

پر ښځينه قاضیانو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

٣٧- کابل / د مرغومي ۲۸مه / باختر
سره له دې چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او عظمت برید دی، خو خدای ناترسه جنایتکارو نن سهار په کابل ښار کې پر ښځینه قاضیانو د تروریستي برید پرمهال دوه تنه شهیدانې او دوه نورې ټپیانې کړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، د طالبانو ډلې او نورو تروریستي ګروپونو له لوري زموږ پر بې دفاع هیوادوالو بریدونه او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولای شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو غواړي چې زور، ترور، وحشت او جنایت د ستونزو حل نه دی او په هیواد کې روان ناورین او جګړه لا سختوي او اوږدوي، نو د دایمي اوربند په منلو سره د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیئ.
جمهورريیس غني اړوندو مسوولینو ته د دغې پېښې د عاملینو د تعقیب او مجازاتو په اړه د جدي لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته