امنیت

پنځلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
په روزګان کې ۱۵وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې په چهارچینو او دهراوود ولسوالیو او ترینکوټ ښار کې د پوځایانو پر پوستو د وسله والو طالبانو له بریدونو وروسته وشوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغو نښتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
په روزګان کې پوځیانو د ۲۱ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته